خانهافغانستاند کاپیسا نجراب ولسوالۍ ۱۳٫۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې روانې دي

د کاپیسا نجراب ولسوالۍ ۱۳٫۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې روانې دي

ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت له لوري د کاپیسا ولایت «نجراب» ولسوالۍ د ۱۳٫۴ کیلومتره سړک د رغولو چارې جریان لري.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا پروژه د ۳۹۲ میلیون افغانیو په ارزښت د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت او یو خصوصي ساختماني او سړک‌جوړونې شرکت ترمنځ قرارداد شوې، او اوسمهال یې رغنیزې چارې د ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي.

ښاغلي حق‌شناس لیکلي چې د دې پروژې په اوږدو کې د ۲۰ متره اوږدوالي سره یو پل، ۹۱ پایو پلګوټو، ۲۹۷۰ متره سنګکارۍ ویالې، ۳۲۴۵ متره سنګ فرش ویالې او ۱۸۸۲ متره استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي.

 د ټولګټو وزارت ویاند همداراز لیکلي چې دا مهال د دې مسیر د هموارکارۍ چارې ۱۰۰ سلنه او د سړک د بدنې د کیندنې او پرکارۍ چارې څه باندې ۹۵ سلنې بشپړې شوې دي.

سرچینې د نجراب ولسوالۍ سړک د کاپیسا ولایت له مهمو ترانسپورتي مسیرونو څخه شمېرلی چې د رغنیزو چارو له بشپړېدو وروسته به د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد، او همدارنګه روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه