د کاپیسا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی چې سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو تر پروسږ کال ۲ سلنه زیات شوي دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې چې روان کال هلته ۴۵ زره ۶۹۱ مټریک ټن غنم راټول شوي او د کاپیسا ولایت شاوخوا ۴۰ سلنه اړتیا یې پوره کړې ده.
د سرچینې په وینا چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۲ زره او ۳۵۳ هکټاره اوبیزه او ۳۰۰ هکټاره للمي ځمکه غنم کرل شوي وو او د حاصلاتو زیاتېدو لامل یې د اصلاحشویو تخمونو او کیمیاوي سرو کارول، د نباتي افتونو کنټرول او بزګرانو ته د تخنیکي روزنو برابرول بلل شوي دي.
د کاپیسا کرنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت له بزګرانو څخه د ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د کرنیزو خدمتونو پراختیا به راتلونکو کلونو کې د غنمو تولید لا زیات او د خوراکي خوندیتوب په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ بزګرانو ته اصلاحشوي تخمونه، کیمیاوي سرې او نور کرنیز توکي ورکول کېږي.


