د هرات والي په افغانستان کې د ټاپي پروژې رییس «بگنج عبدالله یوف» او د ترکمنستان قونسلګرۍ له مرستیال سره سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د چارو په اړه خبرې کړې دي.
د هرات ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د ټاپي پروژې چارو پرمختګ او د افغانستان او ترکمنستان هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې د هرات والي، شیخ اسلام جار د افغانستان تورغونډۍ او ترکمنستان سرحد آباد سیمو کې د افغان_ترکمن ګډ نندارتون جوړولو وړاندیز کړی دی.
ښاغلي اسلام جار دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاریو او سوداګریزو اړیکو پراختیا او دواړو هېوادونو د کورني تولیداتو معرفۍ لپاره ګټور بللی دی.
نوموړي همداراز د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا هم ټینګار کړی دی.
د هرات ولایت مقام په اېکسپاڼه لیکل شوي چې مقابل لوري د افغان-ترکمن ګډ نندارتون جوړولو له وړاندیز هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه وړاندیز به د ترکمنستان له اړوندو چارواکو سره شریکوي تر څو د څېړلو وروسته د عملي کیدو لپاره یې پرېکړه وشي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اړیکې پراخې شوې دي.


