خانهافغانستاند پولنډ په سرحد کې ۱۵ افغان کډوال نیول شوي 

د پولنډ په سرحد کې ۱۵ افغان کډوال نیول شوي 

د پولنډ حکومت وايي چې د دغه هېواد پولیسو د ۱۵ افغانانو په ګډون ۵۴ کډوال نیولي دي.  

پولنډي پولیسو ویلي چې په نیول‌شویو کډوالو کې ۱۵ د افغانستان، ۳۰ پاکستانیان او ۹ بنګله‌دېشان شامل دي، او دوی په غیرقانوني ډول له «لیتوانیا» څخه پولنډ ته د اوښتو هڅه کوله. 

د راپورونو له مخې چې دا کډوال اخراج پروسې له بشپړېدو وروسته بېرته لیتوانیا ته ګرځول شوي دي.  

د پولنډ حکومت په خبرپاڼه کې همداراز ټینګار شوی چې د دوی سرحدي پولیس به سرحدونو کې د غیرقانوني کډوالو د ننوتلو جدي مخه نیسي. 

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د جرمني په ګډون ځینو اروپایي هېوادونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ هم چټکه شوې او ډېری بېرته افغانستان ته رالېږل شوي دي.

پر دې سربېره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو څخه هم د افغان کډوالو ایستل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي. 

بلخوا ځینې اروپايي هېوادونو ویلي چې دوی تر ډېره هغه کډوال وباسي چې د دوی امنیت ته ګواښ پېښوي او جرمونه ترسره کوي.

د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په ځینو اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو له لوري د وژنې ځینې پېښې هم ثبت شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه