نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په بلوچستان کې د یو بس موټر چپهکېدو له امله ۴۰ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي.
د اسوشیټډ پریس په راپور کې ویل شوي چې دا پېښه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ترمنځ په «دانا سر» سیمه کې شوې او یاد موټر یوې ژورې کندې ته غورځېدلی دی.
د راپورونو له مخې، د دې خونړۍ پېښې لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي بلل شوې او ویل شوي چې په دې بس موټر کې تر خپل ټاکلي ظرفیت زیات کسان لېږدول کېدل.
تر دې مخکې هم په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ورته خونړیو ترافیکي پېښو له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې هم خونړۍ ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
په لویو لارو او غرنیو سیمو کې د بس موټرونو د چپهکېدو یا ټکر پېښې وخت ناوخت د زیاتې مرګژوبلې لامل کېږي.
بلخوا حکومتي مسوولین بار بار له چلوونکو غواړي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.


