ټاکل شوې ده چې د ایران پخواني مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي د جنازې مراسمو کې ملا عبدالغني برادر او امیرخان متقي هم ګډون وکړي. د خامنهاي د جنازې مراسم به د لوړ پوړو پوځي چارواکو، د بهرنیو هېوادونو استازو او عامو خلکو په پراخه شتون سره ترسره شي.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل خامه پرس ته ویلي، چې د ایران پخواني مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي د جنازې مراسمو کې ملا عبدالغني برادر او امیرخان متقي هم ګډون وکړي.
د ایران د رسمي رسنیو په وینا، د علي خامنهاي د جنازې او تدفین مراسم به د چنګاښ په میاشت کې ترسره شي.
د اعلان شوي مهالویش سره سم، د خامنهاي د مړي د الوداعي مراسم به د چنګاښ په ۱۳مه او ۱۴مه په تهران کې ترسره شي. د جنازې اصلي مراسم او د جنازې لمونځ به د چنګاښ په ۱۵مه په تهران کې او د چنګاښ په ۱۶ مه په قم کې ترسره شي.
وروستۍ مراسم به د چنګاښ ۱۸مه په مشهد کې ترسره شي، چې وروسته به د خامنهاي مړی د امام رضا په زیارت کې ښخ شي.
دا څو پړاویزه پروګرام، د ایران د بنسټ اېښودونکي ایتالله خمیني د جنازې او تدفین مراسمو ته ورته، به د لوړ پوړو پوځي چارواکو، د بهرنیو هېوادونو استازو او عامو خلکو په پراخه شتون سره ترسره شي.
تمه کیږي چې دا مراسم به په وروستیو کلونو کې په ایران کې یو له لویو سیاسي-مذهبي پېښو څخه وي.


