ملګرو متلونو اټکل کړی چې تر راتلونکي ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي ښاري ژوند غوره کړي.
د دغه سازمان د بشري مېشتځایونو پروګرام (UN-Habitat)د اټکل له مخې چې تر ۲۰۶۰ کال پورې د افغانستان له هرو دوو وګړو څخه یو یې په ښار کې اوسېږي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښاريکېدو لړۍ چټکه بللې، خو اندېښنه یې ښودلې چې د افغانستان ډېری ښارونه چټکه ښاري وده نهشي کولای.
UN-Habitat په افغانستان کې د داسې ښارونو پر جوړېدو ټینګار کړی چې خلکو ته پکې مناسب استوګنیز چاپېریال رامنځته او ټولې اسانتیاوې پکې رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې پخوا هم دا ډول اټکل کړی و او ویلي یې وو چې په راتلونکو دوو لسیزو کې به د افغانستان ډېری اوسېدونکي ښاري ژوند غوره کړي.
دا اټکل داسې مهال کېږي چې اوسمهال د افغانستان ډېری ښارونه د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بېبرخې دي. تر ټولو مهمه دا چې اوسمهال د افغانستان پلازمېنې، کابل ښار کې د اوبو جدي ستونزه پرځای ده او لا هم ډېری خلکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.


