د ایران سفارت وایي چې د دغه هېواد او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې پلاوی په ځینو تخصصي غونډو کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی دی.
د یاد سفارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه کابل ته رارسېدلی دی.
سرچینې لیکلي چې یاد پلاوی به د افغانستان د صنعت او کانونو اوونۍ په پینځم نړیوال نندارتون کې هم ګډون وکړي او همداراز به د سوداګرو ترمنځ مخامخ سوداګریزې لیدنې (B2B) هم ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړیوال نندارتون په کابل کې د لوړپوړو حکومتي چارواکو، بهرنیو استازو، صنعتکارانو او پانګوالو په ګډون پرانیستل شو.
د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د کانونو، صنعت او نورو اقتصادي برخو د پانګونې پر فرصتونو، د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې، د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سوداګرۍ د ودې پر ارزښت ټینګار شوی دی.
د یادولو ده چې دغه نندارتون د پانګونې د جلب او اقتصادي ودې لپاره مهم فرصت بلل شوی دی.


