د ۲۰۲۵ کال د مالي افشا کولو راپور څرګنده کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لږترلږه ۲.۲ میلیارد ډالر عاید درلود.
دا د ۲۰۲۴ کال د ۶۲۲ میلیون ډالرو څخه د پام وړ زیاتوالی دی، او ډېری یې سپینې ماڼۍ ته د هغه له راستنېدو وروسته ثبت شوی.
د دې عاید لویه برخه (شاوخوا ۱.۴ میلیارد ډالر) د کریپټو کرنسی فعالیتونو څخه راغلې چې ټرمپ د خپل سیاسي موقف په کارولو سره پانګونه کړې ده.
ټرمپ د $TRUMP میم سکې له پلور څخه له ۶۰۰ میلیون ډالرو څخه زیات او د ورلډ لیبرټي فایننشل ټوکنونو (یو شرکت چې د هغه او د هغه د دریو زامنو ملکیت دی) څخه شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کړی دی.
متحده عربي اماراتو هم په شرکت کې د ۴۹٪ ونډې په اخیستلو سره په دې عاید کې د پام وړ رول لوبولی دی. د بهرنیو املاکو او برانډینګ عایدات هم د پام وړ دي؛ په سعودي عربستان، قطر او څو نورو هېوادونو کې د جواز معاملو ټرمپ ته له ۶۹ میلیون ډالرو څخه زیات عاید ورکړی دی.
په امریکا کې د هغه د ګالف کلبونو هم ۱۹۹ میلیون ډالر عاید راوړ. د ټرمپ د پانګونې شتمنۍ لږترلږه ۸۵۷ ملییون ډالرو ته راټیټې شوې، په داسې حال کې چې د هغه پور راټیټ شوی دی.
له دې سره، هغه لاهم د ای جین کارول څخه د ۵۰ میلیون ډالرو څخه زیات پوروړی دی. دې افشا د ګټو د ټکر په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې، ځکه چې ټرمپ د کریپټو اسعارو صنعت مشر پالیسي جوړونکی او د هغې یو له لویو فعالینو څخه دی.


