خانهنړۍد سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر چین ته ورسېد

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر چین ته ورسېد

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په رسمي سفر چین ته ورسېد.

د سعودي رسمي خبري اژانس (SPA) راپور ورکړ چې شهزاده فیصل بن فرحان د تېرې سې‌شنبې په ورځ د یوه ډیپلوماتیک پلاوي په مشرۍ چین ته ورسېد.

د راپور له مخې، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر به د سفر په جریان کې له لوړ پوړو چینایي چارواکو سره وګوري او په مختلفو سکتورونو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په لارو چارو او همدارنګه د وروستیو سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو په اړه به بحث وکړي.

د سفر د پلانونو او پلان شویو غونډو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

سعودي عربستان او چین په وروستیو کلونو کې خپلې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پام وړ پراخې کړې دي. بیجینګ د ریاض یو له لویو سوداګریزو شریکانو څخه دی، او دواړه هېوادونه د اقتصادي همکارۍ سربیره په سیمه‌ییزو او نړیوالو مسلو منظم ډیپلوماټیکې مشورې کوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه