خانهتفریحيد خواله رسنیو نړیواله ورځ

د خواله رسنیو نړیواله ورځ

نن سه‌شنبه، د جون ۳۰مه، د خواله رسنیو نړیواله ورځ ده. دا ورځ چې د نړیوالو اړیکو، سوداګرۍ او د ټولنو په نښلولو کې د ډیجیټلي پلاټفورمونو رول ته ځانګړې شوې ده.

خواله رسنۍ (Social Media) د اوسني عصر تر ټولو اغېزناکې وسیلې دي، چې د معلوماتو لېږدرالېږد، اړیکو ټینګولو او ټولنیز بدلون لپاره کارول کېږي.

د خواله رسنیو پر نورو ښکاره اغېزو سربېره دغه ځانګړنه هم رامنځته کړه، چې اړیکې يې غښتلې کړي او هم يې نږدې هر چاته د نظر د ښکاره کولو زمینه برابره کړې ده.

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې خلکو د همدې لارې خپل غږ پورته کړی او مثبت بدلونونه یې رامنځته کړي دي.خو له بده مرغه، ځینې کسان خواله رسنۍ د سپکاوي، ښکنځلو او شخصي دښمنیو لپاره کاروي. دا ډول چلند نه یوازې د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف دی، بلکې د ټولنې یووالی او احترام هم زیانمنوي.

باید وویل شي چې دا ورځ په ۲۰۱۰ کال کې د Mashable له لوري چې یوه امریکایي ډیجیټلي رسنۍ او د ټکنالوژۍ، خواله رسنیو، انټرنېټ، نوښتونو او ډیجیټلي کلتور اړوند د خبرونو او شننو وېبپاڼه ده پیل شوه، څو د فېسبوک، انسټاګرام، لینکډین او نورو شبکو د اغېز او د خلکو د اړیکو په بدلون کې د هغوی د ونډې ارزښت روښانه کړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه