خانهافغانستان"د ملګرو متلونو پراختیایي پروګرام افغانستان کې د بدیل معیشت اړوند دوې...

“د ملګرو متلونو پراختیایي پروګرام افغانستان کې د بدیل معیشت اړوند دوې سترې پروژې پلې کړې”

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» رییس او استازي «سټیفن رودریګز» د ا.ا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د کرنې، اوبو لګولو، د معیشت پراختیا او بنسټیزو پروژو په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې شوې دي.

سټیفن رودریګز ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د بدیل معیشت او کلیوالي بیارغونې په برخو کې دوه سترې پروژې پلې کړې دي.

د نوموړي په وینا چې د بدیل معیشت پروژې په چوکاټ کې دوه زره بزګرانو ته کیمیاوي سرې وېشل شوې، شنې خونې جوړې شوې، د کرنیزو محصولاتو لپاره سوداګریز بازارونه رامنځته شوي او د کرنې په برخه کې بېلابېل ملاتړیز پروګرامونه عملي شوي دي.

“د کلیوالي بیارغونې د پروګرام له لارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۷۰ بنسټیزې پروژې، چې د اوبولګولو کانالونه، چکډېمونه او د اوبولګولو نور تاسیسات پکې شامل دي، پلې شوې دي. “

بلخوا د اسلامي امارت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر همداراز لیکلي چې دغه وزارت د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د کرنیزو محصولاتو د وارداتو د کمولو لپاره هڅې کوي، او همدې موخې ته د رسېدو لپاره د ځینو کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د سبو، مېوو او وچو شېدو د وارداتو ګمرکي تعرفې لوړې شوې دي، ترڅو له کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي او د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو زمینه برابره شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه