خانهافغانستاند پاکستان پوځي رژیم هوايي بریدونه؛ د شهیدانو شمېر له ۵۰ اوښتی

د پاکستان پوځي رژیم هوايي بریدونه؛ د شهیدانو شمېر له ۵۰ اوښتی

د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه پر ځینو ولایتونو هوايي بریدونه کړي چې له امله یې له ۵۰ ډېر ملکي وګړي شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې دا هوايي بریدونه د پکتیکا په ګیان، د پکتیا په څمکنیو او د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر کورونو او جوماتونو شوي دي.

ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د دغو بریدونو له امله تر ډېره ښځو او ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په ورته مهال د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد د پاکستان پوځي رژیم دا بریدونه په کلکه غندلي او «جنایت» یې بللی دی.

مجاهد په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پاکستان پوځي رژیم له لوري یو وار بیا لسګونه بې‌ګناه ملکي وګړي شهیدان او لسګونه نور ټپيان شوي دي. 

پاکستان تر دې مخکې هم د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو ورته بریدونه کړي وو چې له امله یې سلګونه هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

څه موده مخکې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) هم راپور ورکړی و چې د پاکستان د بریدونو له امله لسګونه افغانانو ژوند بایللی چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه