خانهافغانستاناریانا افغان هوایي شرکت: د شپږو مياشتو لپاره اجاره شوې بوينګ الوتکه...

اریانا افغان هوایي شرکت: د شپږو مياشتو لپاره اجاره شوې بوينګ الوتکه کابل ته راورسېده

اریانا افغان هوایي شرکت د کابل نړیوال هوایي ډګر ته د یاد شرکت يوې بوينګ (200-767) ډوله چارتر الوتکې له رارسېدو خبر ورکړی دی.

د دغه شرکت په اېکس لیکل شوي چې دا الوتکه نن د کابل نړيوال هوايي ډګر ته رارسېدلې، او سر له سبا په منظم ډول نړیوالې الوتنې پیل کړي.

اریانا افغان هوایي شرکت لیکلي چې دا الوتکه د یاد شرکت او اردن هوايي شرکت له مسوولینو سره د لاسلیک شوي تړون په پايله کې د شپږو مياشتو لپاره اجاره شوې چې په هر پرواز کې د شاوخوا ۲۹۰ مسافرو او ۲۵ ټن سوداګريزو توکو د لېږد ظرفيت لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې هېواد ته د دې چارتر الوتکې راتګ د هوايي ټرانسپورټي شبکې پياوړتيا او پراختيا لپاره مهم ګام دی او ویل شوي چې د دې چارتر الوتکې په فعاليت سره به د هېواد د هوايي ترانسپورټ ظرفيت لوړ، د مسافرينو لپاره اسانتياوې زياتې او د سوداګريزو توکو د لېږد-رالېږد بهير نور هم چټک شي.

اریانا افغان هوایي شرکت ډاډ څرګند کړی چې یاد شرکت به د نويو امکاناتو په رامنځته کېدو سره مسافرو او ملي سوداګرو ته لا غوره او عصري هوايي خدمات وړاندې کړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه