خانهافغانستانمیدان‌وردګو کې د څه باندې ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت ۳۰ بستریز...

میدان‌وردګو کې د څه باندې ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت ۳۰ بستریز روغتون جوړېږي

د میدان‌وردګو مسوولین وایي، د یاد ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د ۶۳٫۸ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز روغتونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. 

مسوولینو ویلي چې دا روغتون د عامې روغتیا وزارت له بودیجې څخه پر ۷ جریب ځمکه په پاخه او اساسي ډول جوړېږي او تمه ده چې چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

په ورته مهال د اسلامي امارت عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي ویلي چې له دې پروژې موخه خلکو ته په سیمه کې د معیاري او نږدې روغتیايي خدماتو برابرول دي، او دا روغتون په هېواد کې د هغو ۳۱۸ روغتونونو له ډلې دی چې ټاکل شوې د اسلامي امارت رهبر د فرمان پر بنسټ د هېواد په لرې پرتو او محرومو ولسوالیو کې جوړ شي.

نوموړي ویلي چې په ټول هېواد کې ۳۱۸ هغه ولسوالۍ چې تر ډېره له روغتیايي خدماتو بې برخې دي، د روغتیايي مرکزونو جوړولو په پلان کې شاملې شوې دي.

په ورته مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د چارو پیل ته خوښ دي او له اسلامي امارت غواړي چې ورته نورې پروژې هم پلې شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه