خانهافغانستاند هېواد د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډله د سوېلي اسیا...

د هېواد د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډله د سوېلي اسیا د اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه بوتان ته روانه شوې

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون ویلي، چې د هېواد د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډله د سوېلي اسیا د اتلولۍ د ۱۶م پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه د بوتان  ته روانه شوې ده.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپل فېسبوکپاڼې(یکشنبه، د چنګاښ ۷مه) لیکلي، چې د هېواد د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډله د سوېلي اسیا د اتلولۍ د ۱۶م پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه د بوتان پلازمېنې «تیمفو» ته روانه شوې ده.

دغه فدراسیون همدراز لیکلي، چې په دغو سیالیو کې به د افغانستان له لوري ۱۵ ورزشکاران ګډون وکړي.

د یادولو ده چې د سوېلي اسیا د اتلولۍ سیالۍ د جون په ۳۰مه په تیمفو کې پیل شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه