د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د يوناما له نوي مرستیال او د بشري برخې همغږي کوونکي «برونو لمارکي» د معارفت ناسته کړې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې لمارکي د بشري مرستو د څرنګوالي او ښه مدیریت کولو په اړه خپل نظر وړاندې کړی دی.
سرچینې لیکلي چې د هېواد بهرنیو چارو وزیر د بشري مرستو د اړتیا ترڅنګ د انکشافي او زېربنايي پروژو د پلي کېدو پر ارزښت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره لازمې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د یوناما مرستیال د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه کړې او ژمنه یې کړې چې د سپارلشویو دندو په ترسره کولو کې به خپلې ټولې هڅې وکړي.
نوموړي د لازیات تعامل او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.
د یادولو ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره غځولی دی.


