د دولتي شرکتونو لوی ریاست خبر ورکړی چې د شباشک له کانونو څخه په ورځني ډول له ۲۰۰ تر ۳۰۰ ټن د ډبرو سکاره راوېستل کېږي.
د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې چې د شمال ډبرو سکرو دولتي شرکت د شباشک کانونه د لوړ کیفیت او معیاري ډبرو سکرو تولیدوي.
“د دې ساحې تولید په ورځني ډول له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ټنو پورې رسېږي.”
د دولتي شرکتونو لوی ریاست همداراز لیکلي چې د شمال ډبرو سکرو دولتي شرکت اړوند «شباشک» معدني ساحو کې شاکول، جیحون او قرمقل شامل دي، چې له دغو سیمو څخه استخراج شوي سکاره له ۶۰۰۰ څخه تر ۶۵۰۰ د حرارت درجه لري او د لوړ کیفیت لرونکي دي.
سرچینې لیکلي چې د دې کانونو تولید شوي سکاره، قوي حرارت او دوامداره سوخت لري چې د منظمې او باوري عرضې له لارې د بازار د اړتیاوو پوره کولو او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي.
د یادولو ده چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ډبرو سکرو زیاته کانونه شته چې ډېر یې پکې لوړ کیفیت او په کافي اندازه حرارت څخه برخمن دي.


