خانهنړۍپر ایران د امریکا د تازه بریدونو په غبرګون کې د امریکايي...

پر ایران د امریکا د تازه بریدونو په غبرګون کې د امریکايي پوځ مرکزونه په نښه شوي

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد سمندري ځواک د امریکا د بریدونو په غبرګون کې د امریکايي پوځ مرکزونه ویشتلي دي.  

تر دې مخکې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي وو چې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزې بېړۍ د برید په غبرګون کې یې د امریکايي توغندیو او ډرونونو پر زېرمتونونو بریدونه کړي دي. 

بلخوا ایران ویلي چې امریکا پر دغو بریدونو سره له اوربند سرغړونه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که بیاځلي پر ایران برید وشي، پراخ غبرګون به وښي.  

سپاه پاسدارانو ویلي چې د تهران-واشنګټن د هوکړې پر بنسټ په هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ کنټرول د ایران په ولکه کې دی او امریکا باید له دا ډول اقدام خودداري وکړي. 

دا بریدونه وروسته له هغې شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې مذاکرات هم بیاځلي پيل شوي او دواړو لوریو ترمنځ الکترونیکي هوکړه هم لاسلیک شوې ده.

د ایران او امریکا دغو تازه بریدونو یو وار بیا په سیمه کې امنیتي اندېښنې پيدا کړې او کارپوهانو خبرداری ورکړی چې ښايي ایران او امریکا بیا یو پر بریدونه پیل کړي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه