خانهافغانستانجلال‌اباد ښار کې د حیواني درملو تقلبي کارخونه کشف شوې

جلال‌اباد ښار کې د حیواني درملو تقلبي کارخونه کشف شوې

جلال‌اباد کې مسوولینو ویلي، چې په دغه ښار کې یوې کارخونې حیواني درمل په تقلبي ډول جوړول او بیا یې پرې د ښه پلور په موخه د بهرنیو هېوادونو سټیکرې لګولې.

جلال‌اباد کې مسوولینو نن(چهارشنبه، د جون ۲۴مه) ویلي، له دې نیول شوې کارخونې ۳۵۰۰ کارتنه تقلبي درمل هم ترلاسه او دغه ولایت کې د کرنې ریاست ته تسلیم شول.

امنیتي ځواکونو د دغې کارخونې په تړاو درې تنه نیولي، چې د مسوولینو په وینا تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

له دې سره د مالدارۍ د برخې روغتیاپالان هم دغه ډول غیر معیاري او تقلبي حیواني درمل د څارویو روغتیا ته جدي زیان رسوونکې ګڼي، او په وینا یې، دغه ډول درمل د فارم لرونکو او مالدارانو مالونه تلف کوي او درانه مالي زیانونه ورته اړوي.

بل لور د یو شمېر کورنیو تولیدي شرکتونو استازي د امنیتي ځواکونو دا اقدام ستایي. د دوی په خبره بازارونو کې د تقلبي او بې کېفیته درملو شتون یې د معیاري تولیداتو بازار اغېزمن کړی او د سالمې سوداګرۍ پر وړاندې یې هم ستونزې را ولاړې کړي دي.

امنیتي مسوولین وایي، د تقلبي درملو د تولید او خرڅلاو پر وړاندې یې مبارزه جدي ده او هېچاته به اجازه ورنکړي، چې د تقلب او تزویر پرمټ هېوادوالو ته مالي یا ځاني زیانونه واړوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه