خانهنړۍپاکستان «مسعود پزشکیان» ته د زړه جراحۍ په برخه کې افتخاري دوکتورا...

پاکستان «مسعود پزشکیان» ته د زړه جراحۍ په برخه کې افتخاري دوکتورا ورکړه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اسلام‌اباد ته د خپل رسمي سفر پرمهال د پاکستان له یو روغتون څخه د زړه جراحۍ په برخه کې افتخاري دوکتورا ترلاسه کړې ده.

دا مراسم د پاکستان د لومړي وزیر، شهباز شریف او د پاکستاني پوځ مشر، عاصم منیر په حضور کې ترسره شوي. د ایران ولسمشر د افتخاري دوکتورا ورکول د تهران او اسلام آباد ترمنځ د نږدې اړیکو او د همکاریو د پراختیا نښه ګڼل شوې ده.

د مراسمو پرمهال مسعود پزشکیان ته د دې اکاډمیکې جامې او خولۍ وراغوستلو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پاملرنه جلب کړې ده. د ایران ولسمشر ته د دې خولۍ او چپنې په وراغوستلو کې ډېری کسان په دې کار کې له ستونزو سره مخ هم مخ شول.   

پاکستان ته د ایران د ولسمشر د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه او تاریخي اړیکو د پياوړتیا په لور ګام بلل شوی او په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی دی. 

د یادولو ده چې د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان په اسلام‌اباد کې د ایران – پاکستان د اړیکو پياوړتیا په موخه یو نیالګلی هم کرلی دی. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه