د هرات ولایت د رسنیو دفتر اعلان وکړ، چې د دغه ښار جامع ماسټر پلان د ا.ا د ریاستالوزرا لخوا د نږدې دوه کلونو ځانګړو مطالعاتو، ساحوي سروې او تخنیکي ارزونو وروسته بشپړ او تایید شوی دی.
د هرات ولایت د حکومت په وینا، دا ماسټر پلان د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت او د هرات ولایت د ښاري پراختیا او کور جوړونې ریاست په همکارۍ چمتو شوی او د یو مهم ستراتیژیک سند په توګه، د هرات ښار د راتلونکي پرمختګ او ودې لاره ټاکي.
د دې پلان پر بنسټ، د استوګنې، سوداګریزو، صنعتي، خدماتو او تفریحي سکتورونو کې د ځمکې کارول به په سیستماتیک ډول وټاکل شي. د ۵۰ زره جریبه ځمکې په ساحه کې د هرات د نوي ښار پراختیا هم پدې پلان کې شامله ده.
د هرات ولایت حکومت زیاته کړه چې دا ماسټر پلان د سړکونو او مخابراتي لارو د شبکې پراختیا، د صنعتي زونونو جوړول، د معیاري کارګو ټرمینلونو او لوژستیکي مرکزونو جوړول، او د ښاري ترانسپورت سیسټم ښهوالی وړاندوینه کوي.
د هغه په وینا، د ترافیکي ګڼېګوڼې کمول، د شنو ځایونو او پارکونو پراختیا، د تاریخي او کلتوري ځایونو ساتنه، او د اوبو رسولو او فاضله اوبو د شبکو ښه کول هم د دې پلان مهمې برخې دي.
د هرات ولایتي چارواکي دا هم وايي، چې دا پروګرام د کار فرصتونو په رامنځته کولو، د کورنیو او بهرنیو پانګونو راجلبولو، د غیر معیاري ودانیو مخنیوي، او د هیواد د یو مهم اقتصادي او ټرانزیټ مرکزونو په توګه د هرات د موقعیت په پیاوړتیا ټینګار کوي.
د هرات ولایتي چارواکي په وینا، د دې ماسټر پلان پلي کول به په هرات کې د منظم ښاري پراختیا، اقتصادي ودې او د ښاري خدماتو ښه کولو لپاره لاره هواره کړي.


