خانهافغانستان"له اروپایي هېوادونو یوازې مجرم افغانان ایستل کېږي"

“له اروپایي هېوادونو یوازې مجرم افغانان ایستل کېږي”

اروپايي ټولنه وایي چې د دې ټولنې غړي هېوادونه یوازې هغه افغانان وباسي چې جرمونه یې کړي وي او د دغه هېواد د امنیت لپاره ګواښ پېښوي.

د اروپايي کمېسیون ویاند «مارکس لامرت» ویلي چې د کډوالو ایستل هغه پرېکړه ده چې پرمهال یې د اروپایي ټولنې هر هېواد خپلواک دی او په وینا یې چې دغه کمېسیون یوازې د ایستلو پروسې په اسانولو کې تخنیکي مرسته کوي. 

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د جرمني په ګډون یو شمېر هېوادونو سلګونه افغان پناه‌غوښتونکي بېرته افغانستان ته رالېږلي چې په دوی کې ډېری یې تنکي ځوانان دي.

اروپايي ټولنې تر دې مخکې هم خبرداری ورکړی چې مجرم افغانان به له نیول‌کېدو وروسته په بېړني ډول بېرته افغانستان ته ولېږي. 

د یادولو ده چې د جرمني او فرانسې په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې ځینې افغان پناه‌غوښتونکي د قتل قضیو پرمهال نیول شوي او د حکومتونو له لوري یې بېرته افغانستان ته د رالېږدول کېدو پرېکړه شوې ده. 

بلخوا تازه د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی له ترکیې څخه بلجیم ته تللی. د سرچینو د معلوماتو له مخې، ټاکل‌شوې چې دغه پلاوی به یاد هېواد کې د افغان پناه‌غوښتونکو پر وضعیت هم بحثونه ولري.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه