د افغانستان پخواني ولسمشر د هېواد لومړنی ستورمزی عبدالاحد مومند په مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
کرزي نن(دوشنبه، د چنګاښ لومړۍ نېټه) پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي،« په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم چې د هېواد فضانورد عبدالاحد مومند د ورپیښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ سترګې پټې کړې، ارواښاد عبدالاحد مومند لومړی افغان و چې فضا ته ولاړ او د افغانستان لپاره یې نه هیریدونکې او ستره کارنامه ثبت کړه. »
هغه د مومند کورنۍ او دوستانو ته د خپلې ډاډګیرنې او غمشریکۍ مراتب وهم ړاندې کړي دي.
د افغانستان لومړنی ستورمزلی او په فضا کې لومړنی پښتو غږېدونکی عبدالاحد مومندک د ۶۷ کلونو په عمر د سرطان له امله د جرمني په یوه روغتون کې ومړ
مومند په وروستیو کلونو کې د خپلې کورنۍ سره په سټوټګارټ کې اوسېده او د کلونو کډوالۍ وروسته لا هم په جلاوطنۍ کې و.
مومند په ۱۹۸۸ کال کې لومړنی افغان ستورمزلی شو چې فضا ته لاړ او د هیواد په تاریخ کې یې خپل نوم ثبت کړ. هغه په ۲۹ کلنۍ کې، هغه د شوروي د ګډ ماموریت سره د میر فضايي سټیشن ته سفر وکړ او شاوخوا ۹ ورځې یې په فضا کې تېرې کړې.
مومند په دې ماموریت په جریان کې، مومند د جیولوژیکي، اوبو سرچینو، کانونو او زلزلې مطالعاتو لپاره د افغانستان د ځینو برخو انځورونه واخیستل.
له دې سره یوناما فضا ته د ختو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، پښتو د نړۍ څلورمه ژبه ده چې فضا کې پرې خبرې وشوې.
یوناما په دې پیغام کې زیاته کړې وه، چې عبدالاحد مومند لومړنی افغان و، چې په ۱۹۸۸ م کال کې فضا ته ولاړ او هلته یې ۹ ورځې تېرې کړې.
مومند له فضا څخه په افغانستان کې له خپلې مور سره خبرې وکړې او هلته یې قرانکریم هم تلاوت کړی و.


