خانهسوله او امنیتد ایران – امریکا د مذاکراتو لومړی پړاو پایته ورسېد

د ایران – امریکا د مذاکراتو لومړی پړاو پایته ورسېد

د تهران – واشنګټن له الکترونیکي هوکړې وروسته په سویس کې د لوړپوړو امریکايي او ایراني پلاوو ترمنځ د مذاکراتو لومړی پړاو له ترینګلتیاوو سره سره پایته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې چې د خبرو دا پړاو د امریکا له لوري د ګواښونو په ډکه فضا کې پیل او له ترینګلتیاوو په ډکه فضا کې پایته رسېدلي دي.

د دغو مذاکراتو له پیل سره سم د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې که هرمز تنګی تړلی وي، د ایران مذاکراتي پلاوي به خپل هېواد ته په بېرته تګ ونه توانېږي. 

د ټرمپ دې خبرداري د ایراني چارواکو غوسه راوپاروله او د څو ساعتونو لپاره یې د مذاکراتو ځای پرېښود. 

خو بلخوا قطر او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د امریکا او ایران ترمنځ د لوړې کچې خبرو اترو لومړی پړاو مثبت او رغنده بللی او د پایته رسېدو اعلان یې کړی دی.  

په دې اعلامیه کې راغلي چې دواړو خواوو د خبرو اترو د څارنې لپاره په لوړه کچه د کمېټې جوړولو هوکړه کړې او ویلي یې دي چې د ۶۰ ورځو دننه یوې وروستۍ هوکړې ته د رسیدو لپاره یوه لاره نقشه جوړه کړي.

په دې مذاکراتو کې دا یادونه هم شوې چې تخنیکي خبرې اترې به د اټومي مسلو، بندیزونو او د شخړو د حل په اړه هم دوام ومومي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه