خانهافغانستاند عامې روغتیا او دفاع وزارتونو د متقاعدینو د حقونو د ورکړې...

د عامې روغتیا او دفاع وزارتونو د متقاعدینو د حقونو د ورکړې بهیر پیلیږي

د مالیې وزارت اعلان کړی چې د عامې روغتیا وزارت او د دفاع وزارت د ډګروالانو د معاشونو د ورکړې پروسه به د روان کال د چنګاښ ۲۶مه پیل شي او د وږي تر ۳۰مې پورې به دوام وکړي.

دغه وزارت له ټولو تقاعد کوونکو څخه غوښتي چې د تقاعد عمومي ریاست ته د شخصي لیدنې دمخه د اړونده ویب پاڼې له لارې د لیدنې وخت ونیسي ترڅو د معاشونو د ورکړې پروسه په منظم او چټکه توګه ترسره شي.

د مالیې وزارت ویلي چې تادیات به په مرحلو کې او د یو ځانګړي مهالوېش سره سم ترسره شي ترڅو د متقاعدینو د معاشونو د وېش پروسه په منظم ډول پرمخ ولاړه شي.

دغه وزارت ویلي چې د دې اقدام هدف د متقاعدینو د مالي وضعیت حل کول او د دوی د معاشونو د ورکړې پروسه ښه کول دي.

په دې وروستیو میاشتو کې، د ا.ا د مالیې وزارت د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې پروسه په مرحلو او د ځانګړو مهال وېشونو پر بنسټ پیل کړې ده.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کلونو کې، یو شمېر کورنۍ د بې کارۍ او د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي له امله د متقاعدینو په معاشونو پورې تړلې دي او د متقاعدینو د معاشونو د پر وخت ورکړې په تمه دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه