زړورتیا او اتلولي تل په عمر او جنس پورې تړلې نه وي، او نه هم ژوند کول د ټولو لپاره اسانه دی. ښایي تاسې تر دې دمه د ډېرو داسې کسانو نمونه اوړېدلي وي چې د بشري حقونو او ماشومانو ته د زدهکړې حق ورکولو په برخه کې یې زیاته خواري ایستلي ده، د دوی ترمنځ ډېریو ته یو نااشنا نوم د اقبال مسیح ده. اقبال مسیح د پاکستان یو کم عمره کارګر او د ماشومانو د حقونو فعال و، چې په ۴ کلنۍ کې د کورنۍ د پور د پرې کولو لپاره د غالۍ اوبدلو کارخونې ته په ۱۶ ډالرو (۶۰۰ روپۍ) وپلورل شو.
د اقبال له پیداښت سره سم پلار یې کورنۍ پرېښوده، او مور یې دې ته اړ وه چې د کمو پیسو په بدل کې د خلکو کورونو کې کار وکړي. خو دغو پیسو باندې یې د ژوند هغه لومړۍ اړتیاوې هم نه پوره کېدې.
مور پرېکړه وکړه او څلور کلن اقبال د کورنۍ د پور د پرې کولو لپاره د غالۍ اوبدلو کارخونې ته په ۱۶ ډالرو وپلورل شو.
په پاکستان کې ډیری غالۍ د ماشومانو کارګرانو لکه اقبال لخوا جوړیږي. دا ماشومان هېڅ ازادي نلري او د فابریکې مالکینو غلامان دي. دوی په ډېرو سختو شرایطو کې د اوږد ساعتونو لپاره کار کوي. اقبال په ورځ کې ۱۲ ساعته، په اوونۍ کې شپږ ورځې کار کاوه.
اقبال هغه څه نشو کولی چې عادي ماشومان یې کوي. هغه نشو کولی ښوونځي ته لاړ شي یا د خپلو ملګرو سره لوبې وکړي. د غالۍ په فابریکه کې ډېری قوانین وو. که اقبال یو قانون مات کړ، هغه به وهل کېده. که هغه د کار کولو پرمهال له نورو ماشومانو سره خبرې کولې، هغه به وهل کېده. که هغه په غالۍ کې غلطي وکړه، هغه به وهل کېده. که هغه ناروغه شو، هغه هم وهل کېده. دا د ماشومانو لپاره ځای نه و.
هغه د تنفس ستونزې هم رامنځته کړې ځکه چې ماشومان نشي کولی کړکۍ خلاصې کړي او تازه هوا تنفس کړي. ډیره ګرمي به وه، خو مالک کړکۍ تړلې ساتلې. مالک د ماشومانو روغتیا ته پاملرنه نه کوله. هغه یوازې د غالیو د ساتنې په اړه اندېښمن و.
یوه ورځ اقبال پرېکړه وکړه چې وتښتي. هغه وتښتېد او پولیسو ته لاړ. اقبال یو پولیس ته د قالینو د کارخونې په اړه وویل، هغه ورته د ټولو هغو ماشومانو په اړه وویل چې هلته کار کوي او د کار کولو ناوړه شرایطو په اړه یې خبر کړل.
اقبال فکر کاوه چې پولیس به ورسره مرسته وکړي خو هغه غلط وو. پولیس د قالین کارخونې د مالک ملګری و. هغه اقبال بېرته کارخونې ته بوتلو او مالک ته یې وویل چې اقبال په زنځیرونو کې واچوي.
که څه هم اقبال په پولیسو باور نه درلود، خو هغه تسلیم نه شو.
یوه ورځ هغه د BLLF غونډې په اړه واورېده. BLLF هغه اداره ده چې په پاکستان کې کارګرانو سره مرسته کوي. اقبال وتښتېد، او دغې ادارې ته یې ورغی.
هغه یو باوري او پیاوړی ویناوال وو. هغه د خپلو تجربو او د خپل کار په اړه ډیرو خلکو ته خبرې کولې.
اقبال نه یوازې ماشومان د ازادۍ په لټه کې وهڅول. هغه په نورو هېوادونو کې خلکو ته د هغو ماشومانو په اړه درس ورکولو کې هم مرسته وکړه چې پاکستاني غالۍ جوړوي. دا د غالۍ صنعت لپاره ډېره بده وه.
له پاکستان څخه نړیوال پلور کم شو او د غالۍ کارخونو ډېرې پیسې له لاسه ورکړې. که څه هم د همدې زړوتیا له امله اقبال او د هغه کورنۍ ته د مرګ ګواښونه وشول. خو اقبال له دې مبارزې لاس وانخیستږ
یو ځل هغه د غالۍ یوې نوې فابریکې ته لاړ او ځان یې د ماشومانو د منظم کارګرانو څخه یو وښود. هغه د هغو ماشومانو په اړه معلومات راټول کړل چې هلته یې کار کاوه، او دې معلوماتو په هغه فابریکه کې د سلګونو ماشومانو د ازادولو کې مرسته وکړه.
په ۱۹۹۴ کال کې، اقبال سویډن او امریکا ته سفر وکړ. هغه د ماشومانو د غلامۍ په اړه خلکو ته د زدهکړې په برخه کې د هغه د زړورتیا او بریالیتوب لپاره پېژندل شوی و.
امریکا ته د خپل سفر په جریان کې، اقبال غوښتل چې د خپل عمر ماشومان وویني، نو هغه د براډ میډوز منځني ښوونځي ته لاړ. هغه د کاریکو ماشومانو د غلامۍ په توګه د خپلې تجربې په اړه له زدهکونکو سره خبرې وکړې.
اقبال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هغه په څېر ماشومانو په اړه هم خبرې وکړې چې هېڅکله یې ښوونځي ته د تګ چانس نه دی ترلاسه کړی.
د براډ میډوز زدهکونکي د اقبال له خبرو څخه ډېر متاثره شول. مخکې له دې چې هغه لاړ شي، دوی د اقبال په ملاتړ سلګونه لیکونه ولیکل. او د هغه له تلو وروسته، دوی د امریکا سیاستوالو ته لیکونه لیکل پیل کړل چې له دوی څخه یې وغوښتل چې د ماشومانو د کار پر وړاندې مبارزه وکړي.
هغه په ۱۰ کلنۍ کې له سختو شرایطو او غلامۍ څخه وتښتېد، او په پاکستان او ټوله نړۍ کې یې د ماشومانو د جبري کار په وړاندې یې کمپاین پیل کړ.
دغه ماشوم وتوانید چې د ۳۰۰۰ څخه ډېر ماشومان د کارګري غلامۍ څخه وژغوري او د خپلو مبارزو له امله یې نړیوال شهرت ترلاسه کړ.
له بده مرغه نوموړی په ۱۹۹۵ کال کې د ۱۲ کلونو په عمر په مرموز ډول ووژل شو. او له مرګ وروسته ورته د پاکستان حکومت د شجاعت نښان ورکړ.
ډېری خلک پر دې اند دې چې پاکستان کې د غالیو کارخونو مالکان د اقبال په وژنه کې لاس لري.
د ماشومانو کار لاهم په ډېری هېوادونو لکه هند او پاکستان کې یوه ستونزه ده، خو دا د اروپا په ځینو هېوادونو کې هم یوه ستونزه ده. په ټوله نړۍ کې د ۵ او ۱۴ کلونو ترمنځ ۱۵۸ میلیون ماشومان کارګران شتون لري. په بدترین حالت کې، ماشومان مجبور دي چې سرتیري او فاحشه شي.
د اقبال مسیح کیسه دې ته مونږ اړ کوي چې له ځانه وپوښتو هغه محصولات چې مونږ یې اخلئ؟ ایا دا د اقبال په څېر کوچنی هلک یا نجلۍ جوړوي؟


