ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد مذاکراتي پلاوی تېره شپه له امریکايي پلاوي سره د خبرو لپاره د سویس «زوریخ» ښار ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې چې امریکایي او ایراني پلاوي به نن (یکشنبه) خپل رسمي مذاکرات په «بورګناشتوک» ښار کې پیل کړي.
ایراني رسنیو تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې د دغه هېواد په مذاکراتي پلاوي کې د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د ملي امنیت عالي شورا د دارالانشا د نړیوالو چارو مرستیال علي باقري کني، د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبآبادي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي او د نفتو وزارت مرستیال حمید بورد شامل وو.
د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات د تېرې جمعې په ورځ پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو له امله وځنډول شول چې په غبرګون کې یې د ایران سپاهپاسداران د هرمز تنګي د بېرته تړلکېدو خبرداری ورکړ.
د ایران خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویلي وو چې ښايي هرمز تنګی بېرته وتړل شي، ځکه په وینا یې چې امریکا پرلهپسې له اوربند څخه سرغړونه کوي او پر لبنان د اسرائیلو بریدونه دوام لري.


