خانهافغانستاند بامیان د اوسپنې کان د را ایستنې قرارداد لاسلیک شو

د بامیان د اوسپنې کان د را ایستنې قرارداد لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ، چې د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان د را ایستنې قرارداد د دې وزارت او دوو خصوصي شرکتونو ترمنځ لاسلیک شو.

دغه وزارت نن(شنبه، د غبرګولي ۳۰مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې دا قرارداد ۸۵ مربع کیلومتره ساحه پوښي او ټوله پانګونه یې ۴۳۸ میلیونه ۹۶۱ زره ۶۲۶ افغانۍ ټاکل شوې ده. د دې پروژې څخه د حکومت د امتیاز ونډه به هم ۲۰ سلنه وي.

د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې دا قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی او د قرارداد اړخ شرکتونه مکلف دي چې خپل فعالیتونه د قوانینو، کانونو د استخراج طرزالعملونو او خپلو ژمنو سره سم ترسره کړي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د شویو ژمنو او تړونونو پر بنسټ، د دې پروژې ۱۰۰ سلنه کانونه به په افغانستان کې پروسس شي.

د کانونو او پټرولیم د وزیر په وینا، د دې پروژې پلي کول به لسګونو افغان وګړو ته مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه برابر کړي.

د اوسپنې کانونه د بامیان په حاجیګک، د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په حاجی عالم، جبل السراج، ارغنداب، بدخشان، هرات او ځینو نورو ځایونو کې موقعیت لري؛ خو تر ټولو مشهور یې بامیان ته نږدې حاجیګک دی، او د هغې زیرمې له ۲ میلیارد ټنو څخه زیات اټکل شوې دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه