د ټولګټو وزارت وایي چې په تېر ۱۴۴۷ هـ ق کال کې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ بندرونو او د خواف–هرات د وسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷ میلیون ۶۰۲ زره ۴۱۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې ۵ میلیون ۱۶۹ زره ۹۸۵ ټن، د آقینې بندر له لارې ۶۳۵ زره ۴۲۷ ټن، د تورغونډۍ بندر له لارې ۹۱۴ زره ۷۹۶ ټن او د خواف – هرات وسپنې پټلۍ له لارې ۸۸۲ زره ۲۱۱ ټن توکي لېږدول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د یادو انتقالاتو یوه برخه صادرات او ترانزیټ دی، چې په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې ټولټال ۳۶ زره ۱۱۹ ټن سوداګریز توکي ترانزیټ او صادر شوي دي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، وريجې، کچالو، معدني ډبرې، د هندواڼې تخم، نخود، مس او د انارو جوس دي.
“دا په داسې حال کې ده چې په ۱۴۴۶ هـ.ق کال کې د همدې څلورو لارو له لارې ۴ میلیونه ۲۷۲ زره ا و۷۱ مټریک ټن انتقالات ترسره شوي وو، چې په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د انتقالاتو کچه د ۱۴۴۶ هـ. ش کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه زیاتوالی ښيي.”
د ټولګټو وزارت ویاند لیکلي، یاد وزارت هڅه کوي چې د منظم پلان جوړونې، دوامدارې څارنې، د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د خدماتو د ښه والي له لارې سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې چمتو کړي.


