د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان وکړ چې د کډوالو د ساتنې، وقار او خوندي ستنېدو ډاډ ترلاسه کول د نړیوالې ټولنې ګډ مسوولیت دی او د بې ځایه شویو لپاره د امید او سولې راتلونکي رامنځته کولو لپاره یې د ګډې ژمنې غوښتنه وکړه.
هغه په یوه پیغام کې وویل چې د ۱۹۷۹ کال له پېښو وروسته، په یملیونونو افغان اتباعو د جګړې او ناامنۍ له امله په پاکستان کې پناه واخیسته، او هېواد، د اقتصادي محدودیتونو سره سره، خپلې پولې او اسانتیاوې د دوی لپاره پرانیستې.
د شهباز شریف په وینا، پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې په نړۍ کې د کډوالو د کوربهتوب یو له لویو هېوادونو څخه دی او د دوی د ځای پرځای کولو لپاره یې د کډوالو کمپونه او میشت ځایونه جوړ کړي دي؛ چیرې چې د افغانانو مختلف نسلونه د تعلیمي فرصتونو، دندو او اساسي خدماتو څخه ګټه پورته کړې ده.
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه چې د افغان کډوالو د منظم او “په عزت سره” ستنېدو پروسه د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې پیل شوه او د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې، له ۲.۴ میلیون څخه ډېر افغان اتباع خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سوله، ثبات او اقتصادي وده د کډوالو د دوامداره راستنیدو او بریالي ادغام لپاره لومړني شرطونه دي، او په دې پروسه کې یې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM)، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او نړیوالې ټولنې سره د پاکستان همکاري مهمه وبلله.
په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې، له ۲.۹ میلیون څخه ډیر افغانان افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېری یې په سختو او فشار لرونکو شرایطو کې شوي دي. ډېری کډوال غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، خو بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او د انساني وقار سره وي.


