خانهافغانستانابو نصر فراهي بندر کې بې‌کیفیته برېښنايي وسایل مسترد شوي 

ابو نصر فراهي بندر کې بې‌کیفیته برېښنايي وسایل مسترد شوي 

د معیار او کیفیت اداره وایي چې په ابو نصر فراهي بندر کې د بې‌کیفیته برېښنايي وسایطو یوه محموله بېرته ګرځول شوې ده.  

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د معیار او کیفیت ادارې د بې‌کیفیته توکو د راننه‌کېدو د مخنیوي او د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب په لاره کې د خپلو هڅو په دوام، په کور دننه کاریدونکو برښنایي وسایلو یو محموله بېرت ګرځولې ده.  

د خبرپاڼې له مخې چې په دغو توکو کې جوسر، مکسر او د سلاد ماشینونه پکې شامل وو او ۲ زره ۳۶۰ کیلوګرام وزن درلود.

سرچینې لیکلي چې دا محموله له اړینو ارزونو وروسته، له کورنیو معیارونو سره د نه مطابقت له امله غیرمعیاري پېژندل شوې او د هېواد بازارونو ته یې له ننوتلو څخه مخنیوی شوی دی.

“د معیار او کیفیت اداره د هېوادوالو د روغتیا د ساتنې او د وارداتي توکو د کیفیت د تضمین په تړاو د خپلې کلکې ژمنې په ټینګار سره اعلانوي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په شفافه او منظمه توګه دوام لري.”

د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د عامې روغتیا لپاره د بې کیفیته، غیرمعیاري او زیان رسوونکو توکو د راننه کېدو پر وړاندې هېڅ ډول نرمښت شتون نه ښودل کېږي او اړین ګامونه په جدي او دوامداره توګه تر لاس لاندې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه