د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د هرات د صنعتي ښارګوټي په دوهم فاز کې د نور آریانا د کاغذ او کارتن جوړونې په شرکت کې د شپې په ۳:۱۲ بجو پراخ اور لګېدنه رامنځته شوه چې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم، د هرات امنیې قوماندانۍ د اطفائیې ځواکونو په چټک او پر وخت غبرګون سره سيمې ته ورسېدل او اور يې مهار کړ چې د شاخوا نورو شرکتونو ته د اور د غځېدو مخه یې ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن(شنبه، د غبرګولي ۳۰مه) پر ایکس پاڼه لیکلي، چې د هرات د صنعتي ښارګوټي په دوهم فاز کې د نور اریانا د کاغذ او کارتن جوړونې په شرکت کې د شپې په ۳:۱۲ بجو پراخ اور لګېدنه رامنځته شوه چې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم، د هرات امنیې قوماندانۍ د اطفائیې ځواکونو په چټک او پر وخت غبرګون سره سيمې ته ورسېدل او اور يې مهار کړ چې د شاخوا نورو شرکتونو ته د اور د غځېدو مخه یې ونیوله.
د قانع په وینا، اطفایې ځواکونو د اغېزمنو او پر وخت هڅو په پایله کې ۶۵۰ میلیونه افغانۍ شتمني د اورلګېدنې له زیانه وژغورل شوه .


