خانهافغانستاند پاکستان له بندخونو نږدې ۵۰۰ بندیان ازاد شول 

د پاکستان له بندخونو نږدې ۵۰۰ بندیان ازاد شول 

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په دوام، تازه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد له بندخونو ۴۸۵ افغان کډوال راستانه شوي دي. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا کډوال په استوګنیزو سندونو کې د ستونزو له امله

نیول شوي او زیات وخت یې د پاکستان په بندخونو کې تېر کړی و.

سرچینې لیکلي چې په دوی کې ۴۷۵ کسان د تورخم او ۲۸ تنه د سپین بولدک له لارې راستانه شوي، چې تر لازمو مرستو او ملاتړ وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

“د کډوالو چارو وزارت له ټولو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې د کډوالو ملاتړ، اسانه راستنېدنې او راستنېدونکو ته د امنیتي او انساني فضا برابرولو ته دوام ورکړي.“

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او ځورول زیات شوي او تر دې مخکې هم څو ځلې د دغه هېواد له بندخونو سلګونه افغانان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي. 

بلخوا له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د جبري ایستلو لړۍ هم روانه ده چې له دې ډلې یوازې پرون (چهارشنبه) له درې‌نیم زرو ډېر افغان کډوال را ایستل شوي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه