خانهافغانستانله ګاونډیو هېوادونو څخه څه باندې درې‌نیم زره کډوال راستانه شوي

له ګاونډیو هېوادونو څخه څه باندې درې‌نیم زره کډوال راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون راپور ورکړی چې پرون له ایران او پاکستان څخه په بېلابېلو لارو ۳ زره ۵۷۹ کډوال راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د راپور له مخې، دا ۳ زره ۹۷۵ کډوال، چې  ۶۸۸ کورنۍ کېږي، پرون (چهارشنبه) له بېلابېلو لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په اېکس لیکلي چې د ننګرهار تورخم له لارې ۵۴۱ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۶۷ کورنۍ، د نيمروز د ورېښمو پل له لارې ۵۹ کورنۍ او د هرات اسلام‌کلا له لارې ۲۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.

د راپور له مخې چې پر دې سربېره ۴۴۹ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۵۰۶ نورو کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون همداراز ویلي چې پرون سلګونه کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامه‌پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بې‌سارې توګه زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغانان خپل هېواد ته لېږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون همداراز ویلي چې پرون (دوشنبه) ۱۰۰۱ کورنیو ته استوګنیزې نمرې هم وېشل شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه