د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن چهارشنبه د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره وکتل. د دغه شرکت مسوولینو ویلي، چې د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ د برښنا لین غځولو چارې به په راتلونکو څلورو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۲۷مه) په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره وکتل. د دغه شرکت مسوولینو وویل، د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ د برښنا لین غځولو او د الوان دښتې د سبسټېشن د پراختیا چارې بشپړېدو ته نږدې شوي، چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هغوی همداراز زیاته کړه، د غور د تولک ولسوالۍ د سرب و جستو کان د دویم بلاک په اکتشافي چارو کې هم پرمختګ شوی او ژمن دي، چې پاتې چارې به یې د افغان او بهرنیو متخصصینو پرمټ په ټاکلي وخت بشپړې کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د دغه شرکت له لوري ترسره شوې هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې د یاد کان د اکتشاف ترڅنګ د سل سلنه پروسس لپاره د فابریکې پر جوړولو او د هغه لپاره د اړتیا وړ برښنا برابرولو چارې هم پيل کړي.
د ویلو ده چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال یاد شرکت ته له خپل لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.


