خانهافغانستانافغانستان د هندوستان پر وړاندې دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي

افغانستان د هندوستان پر وړاندې دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي

افغان ملي لوبډله نن د غرمې ۱۲:۳۰ بجې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ د دویمې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې په موخه د کوربه هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ټاکل شوې ده چې د هېواد ملي لوبډله نن(چهارشنبه، د غبرګولي ۲۷مه) د غرمې ۱۲:۳۰ بجې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ د دویمې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې په موخه د کوربه هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

کرکټ بورډ تېره ورځ د ملي لوبډلې انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې د هندوستان پر وړاندې دغې لوبې لپاره د غوره چمتووالي په موخه نن د لکنو په ایکانا کرکټ لوبغالي کې خپل تمرینات ترسره کړي دي.

باید وویل شي چې افغانستان د دغې لوبلړۍ لومړنۍ لوبه کوربه هند ته بایللې ده او سربېره پر دې یوازینۍ ټېسټ لوبې کې یې هم ماته خوړلې ده.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه