خانهافغانستانروزګان کې نږدې ۴۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې 

روزګان کې نږدې ۴۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې 

د روزګان ولایت مقام خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د ۹ میلیون ۸۲۷ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.  

مسوولینو ویلي چې دا شبکه د روزګان په چنارتو ولسوالۍ کې جوړه شوې او ۳۹۵ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی. 

بلخوا د دې سیمې اوسېدونکي د یادې پروژې پر بشپړېدو خوښ دي او له اسلامي امارت او نړیوالو مرستندویه ادارو غواړي چې هلته دا ډول نورې پروژې هم پلې کړي. 

په ورته مهال د کندهار کليو بيارغونې او پراختيا رياست له لوري د معروف ولسوالۍ په «کنګر» کلي کې د ۵٫۵ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د ځایي مسوولینو په وینا چې دا شبکه د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ جوړه شوې چې پکې د ۴۰ متره مکعب په وړتیا د اوبو یوې زېرمې جوړول، د ۲ زره ۲۵۲ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۱۷ سولري تختو نصبول او د ۷۳ نلکو نښلول پکې شامل دي.

د یادولو ده چې له وروستیو کلونو راهیسې د پلازمېنې، کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی سخت شوی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه