په مالیزیا کې د ا.ا سفیر، نقیب الله احمدي د ۲۰۲۶ کال د دیني رهبرانو په درېیم نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د اسلامي امارت د سفارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کنفرانس کې د مالیزیا لومړي وزیر «داتو سري انور ابراهیم» د دیني چارو وزیر او د نورو لوړ پوړو چارواکو سربېره د بېلابېلو هېوادونو دیني مشرانو، علماوو او نړیوال استازو گډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې غونډې اساسي موخه د دیني همغږۍ، سولهییز گډ ژوند، ټولنیز تفاهم، د ځوانانو ځواکمنتیا او د دیني مشرانو د رغنده رول پیاوړتیا وه.
په مالیزیا کې د اسلامي امارت سفارت همداراز لیکلي چې یاد کنفرانس د بېلابېلو دینونو او ټولنو ترمنځ د تفاهم، همکارۍ او سولهییز ژوند د ودې لپاره یو مهم نړیوال پلیټفارم بلل شوی دی.
نقیب الله احمدي تر دې مخکې هم د مالیزیا په بېلابېلو غونډو کې د ګډون ترڅنګ د هېوادونو له استازو او مالیزیایي چارواکو سره کتلي او له افغانستان سره یې د اړیکو پر پياوړتیا او همکاریو په اړه بحثونه کړي دي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د افغانستان او مالیزیا اړیکې په بېلابېلو برخو کې پیاوړې شوې دي.


