خانهافغانستان"د پاکستان حکومت دې د افغانستان پر وړاندې پر خپلې پالیسۍ غَور...

“د پاکستان حکومت دې د افغانستان پر وړاندې پر خپلې پالیسۍ غَور وکړي”

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن وايي چې د پاکستان حکومت باید د افغانستان پر وړاندې پر خپلې پالیسۍ او تګلارې له سره غَور وکړي.

نوموړي د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د ایران – امریکا د کړکېچ حل‌کولو لپاره د هڅو غوندې دې د افغانستان پر وړاندې له ورته پالیسۍ کار واخلي.

نوموړي ویلي چې پاکستان او افغانستان باید ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او پاکستان یو امن او باثباته ګاونډي ته اړتیا لري. 

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر تر دې مخکې هم د افغانستان پر وړاندې د پاکستان اوسني حکومت پر پالیسۍ او تګلارې نیوکې کړې وې او له دوی یې غوښتي وو چې د زور پرځای باید ستونزې د خبرو له لارې حل شي. 

پر مولانا فضل الرحمن سربېره یو شمېر نورو پاکستاني سیاستوالو هم د افغانستان پر وړاندې د پاکستان تګلاره نقد کړې او په پاکستان کې یې د روان امنیتي وضعیت لامل له افغانستان سره د اړیکو ترینګلتیا بللې ده. 

د یادولو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې او پاکستاني حکومت وخت ناوخت د افغانستان پر ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي چې له امله یې لسګونه بې‌ګناه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه