خانهنړۍقالیباف: هغه کسان ناکام شول چې د ایران تسلیمېدل یې غوښتل

قالیباف: هغه کسان ناکام شول چې د ایران تسلیمېدل یې غوښتل

د ایران او امریکا ترمنځ د الکترونیکي هوکړې له کېدو وروسته د ایران د پارلمان رییس، محمد باقر قالیباف دا د ایران د بریا په لور یو ګام بللی دی.  

نوموړي د واشنګټن – تهران هوکړې ته په اشارې ویلي چې دا د ایران لپاره د بریا یو ګام و چې د ایراني خلکو او د دوی د پوځي ځواکونو د مېړانې په پایله کې رامنځته شو.

محمد باقر قالیباف همداراز لیکلي، هغه کسان ناکام او خپلو موخو ته ونه رسېدل، چې د ایران کمزوري کېدل او تسلیمېدل یې غوښتل. 

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ایران او امریکا ترمنځ الکترونیکي هوکړه لاسلیک او دا مراسم به د راتلونکې جمعې په ورځ وشي. 

د دې هوکړې له بشپړ لاسلیک وروسته به هرمز تنګی په بشپړ ډول پرانیستل شي او د تهران – واشنګټن ترمنځ مذاکرات به پیل شي.

بلخوا ګڼو هېوادونو د ایران – امریکا ترمنځ له هوکړې هرکلی کړی او دا یې په سیمه کې د ثبات او بشپړ امنیت د ټینګېدو لامل بللې ده.

ترکیې، چین، روسیې، فرانسې او ملګرو ملتونو دا هوکړه د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره مهمه بللې او له ښکېلو غاړو یې د تطبیقېدو غوښتنه کړې ده. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه