خانهافغانستاند معیار او کیفیت ادارې څه باندې ۹۵ ټن بې‌کیفیته ودانیز توکي...

د معیار او کیفیت ادارې څه باندې ۹۵ ټن بې‌کیفیته ودانیز توکي مسترد کړي

د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې په ابو نصر فراهي بندر کې ۹۵٫۳ ټن بې‌کیفیته ودانیز توکي مسترد شوي دي. 

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي په دغو دوو محمولو کې بار شوې نبشي ډوله وسپنه تر آزمایښت وروسته له کورنیو معیارونو او د کیفیت الزاماتو سره د نه‌مطابقت له امله غیرمعیاري تثبیت شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې دا ۹۵٫۳ ټن بې‌کیفیته نبشي ډوله وسپنه بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوې ده.

د معیار او کیفیت ادارې لیکلي: “د دغو غیرمعیاري ودانیزو توکو مستردول، د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب، د رغونې او ودانیزې برخې د معیاري‌کولو او په هېواد کې له بنسټیزو پروژو څخه د ملاتړ په لاره کې د معیار او کیفیت ادارې د جدیت او ژمنتیا څرګندونه کوي.“

یادې ادارې ټینګار کړی چې د هېواد په ټولو بندورنو کې د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په پرېکنده ډول دوام لري او د ټولو هغو محصولاتو د ننوتلو مخنیوی به وشي چې له کورنیو معیارونو سره په ټکر کې وي او روغتیا ته ګواښ پېښوي.

د اسلامي امارت معیار او کیفیت ادارې بار بار له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه