په هېواد کې د پخوانیو ماینونو د چاودنې زیاتې خونړۍ پېښې رامنځته کېږي. تازه په غزني کې د زړې مرمۍ چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا پېښه د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په «دښت کیوان» سیمه کې شوې او دریو ماشومانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
مسوولینو وژلشوی ماشوم ۱۲ کلن یاد کړی او په وینا یې چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ یاد ماشومان کوچیان بللي. په داسې حال کې څو ورځې مخکې هم درې کوچیان ماشومان د ورته چاودنې له امله وژل شوي وو.
په هېواد کې د زړو مرمیو او له پخوانیو جګړو څخه د پاتېشویو ماینونو د چاودنې پېښې وخت ناوخت د هېوادوالو د مرګژوبلې لامل کېږي.
د یادولو چې په هېواد کې د ورته پېښو ډېری قربانیان ماشومان او تنکي ځوانان وي چې ډېر کله له دا ډول توکو سره د بېاحتیاطۍ له امله ژوند بایلي.
بلخوا د اسلامي امارت اړوندو ادارو بار بار له هېوادوالو غوښتي چې د پخوانیو ماینونو او ناچاوده توکو د لیدلو پرمهال دې له امنیتي ادارو سره اړیکه ونیسي او دغو توکو ته دې نه ورنږدې کېږي.


