خانهنړۍبرازیل کې د دوو هلیکوپټرو ټکر؛ تر اوسه د شپږو کسانو مړینه...

برازیل کې د دوو هلیکوپټرو ټکر؛ تر اوسه د شپږو کسانو مړینه تایید شوې 

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د برازیل په لوېدیځ کې د دوو هلیکوپټرو د ټکر له امله شپږ کسان وژل شوي او لسګونه موټر سوځېدلي دي. 

د الجزیرې خبري شبکې په راپور کې راغلي چې دا پېښه پرون (یکشنبه، جوزا ۲۴) د «ریو دو ژانیرو» ښار په «رکریو دوس باندیرانتس» سیمه کې شوې ده. 

ویل کېږي چې دا هلیکوپټرو په هوا کې له ټکر کېدو وروسته د موټرو پر یو پارکېنګ راغورځېدلې چې له امله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې او لږ تر لږه ۲۰ موټر پکې سوځېدلي دي. 

په راپورونو کې د برازیلي چارواکو په حواله ویل شوي چې اورلګېدنه یې په خورا سختۍ مهار کړې او په دې پېښه کې ټول شپږ کسان وژل شوي دي. 

چارواکو تر اوسه د دې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو په وینا یې چې په دې اړه به ژر خپلې څېړنې بشپړې شي.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د بېلابېلو الوتکو د نسکورېدو پېښې زیاتې شوې چې له امله یې وخت ناوخت لوړپوړو چارواکو هم ژوند بایللی دی. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه