د اکسفام خیریه موسسې په وینا، په تېرو دریو کلونو کې (۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ پورې) اسراییلي ځواکونو او مېشتو شویو کسانو په اشغال شوي لوېدیځه غاړه کې د ۲۶۸ ماشومانو په ګډون ۱۲۴۴ فلسطینیان وژلي دي.
دا د تېرو ۱۷ کلونو (۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۲۲ پورې) کې د وژل شویو فلسطینیانو له ټول شمېر څخه ډېر دی، کله چې د ۲۲۵ ماشومانو په ګډون ۱۰۳۶ کسان وژل شوي وو. او همداراز په تېرو ۲۰ کلونو کې، ماشومان د قربانیانو له پنځمې برخې څخه ډېر دي.
له دې سره په تېرو دریو کلونو کې، ۴۳ اسراییلي مېشته کسان، چې ۱۰ ماشومان هم پکې شامل دي، د فلسطینیانو لخوا وژل شوي دي، چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د ۸۶ څخه کم دي. اکسفام دا هم اعلان وکړ چې په تېرو دریو کلونو کې په لوېدیځه غاړه کې ۴۶۰۰۰ فلسطینیان بې ځایه شوي دي، په داسې حال کې چې په تېرو ۱۴ کلونو کې یوازې ۱۳۰۰۰ وو.
دا بې ځایه کیدنې په عمده توګه د اسراییلو د پوځي عملیاتو، د مېشت ځایونو د تاوتریخوالي، د کورونو د ویجاړولو او د لاسرسي محدودیتونو له امله دي. یوازې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې، د مېشت ځایونو له ۵۴۰ څخه ډېر بریدونه ثبت شوي، ۳۳ فلسطینیان وژل شوي او له ۲۲۰۰ څخه ډېر خلک بې ځایه شوي دي.
د اکسفام بشرا خالدي وضعیت “غمجن او وحشتناک” وباله، ویې ویل چې اسراییل په غزه کې نسل وژنه کوي په داسې حال کې چې په لویدیځه غاړه کې بې ساري تاوتریخوالی ته اسانتیا برابروي.


