د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) وايي چې سویډن له افغانستان سره نږدې ۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه.
اوچا نن(یکشنبه، د جون ۱۴مه) په خپله ویبپاڼه کې اعلان وکړ چې سویډن ۲۸ میلیونه سویډني کرونر، چې شاوخوا ۲.۹۹ میلیونه ډالر معادل دي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ځانګړي کړي دي.د
دغې ادارې وویل چې دا مرسته به د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د بشري بحرانونو لپاره د سمدستي غبرګونونو پیاوړتیا کې مرسته وکړي او مرستندویه ادارو ته به اجازه ورکړي چې په لنډ وخت کې بیړنیو اړتیاوو ته ځواب ووایی.
اوچا دا مرسته “سخاوتمندانه” وبلله او د سویډن حکومت څخه یې په افغانستان کې د بشري پروګرامونو لپاره د دوامداره ملاتړ لپاره مننه وکړه.
ملګري ملتونه وايي چې سږکال په افغانستان کې ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
دې سازمان په افغانستان کې د بشري وضعیت د حل لپاره د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو د کال په لومړیو پنځو میاشتو کې، د ټولې اړینې بودیجې یوازې ۱۶ سلنه چمتو شوې ده.



