د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي چې پرون له ایران او پاکستان څخه په بېلابېلو لارو ۳ زره ۹ کډوال راستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون د راپور له مخې، دا ۳ زره ۹ کډوال، چې ۷۰۲ کورنۍ کېږي، پرون (شنبه) له بېلابېلو لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په اېکس لیکلي چې د ننګرهار تورخم له لارې ۴۹۱ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۶۷ کورنۍ، د نيمروز د ورېښمو پل له لارې ۳۱ کورنۍ او د هرات اسلامکلا له لارې ۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.
د راپور له مخې چې پر دې سربېره ۷۰۲ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۷۱۰ نورو کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون همداراز ویلي چې پرون سلګونه کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامهپوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بېسارې توګه زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغانان خپل هېواد ته لېږي.
بلخوا تازه د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې افغانستان ته نږدې ۹۰ زره کسان ستانه شوي دي.


