خانهنړۍد هند د هوايي ځواک یوه الوتکه ولوېده

د هند د هوايي ځواک یوه الوتکه ولوېده

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د هوايي ځواک (IAF) یوه انتونوف An-32 ترانسپورتي الوتکه د شنبې په ورځ د اسام په جورهات هوايي اډه کې د ښکته کېدو پر مهال ولوېده او اور یې واخیست.

دا پېښه په سیمه‌ییز وخت شاوخوا لس بجې رامنځته شوه. د انډیا ټوډې راپور ورکړی چې الوتکه په معمول ډول د روزنې په الوتنه کې وه چې د ښکته کېدو پر مهال په لاره کې وغورځېده.

د هند هوايي ځواک تایید کړه چې په دې پېښه کې د عملې پنځه غړي مړه شوي دي. دوهم پیلوټ هم ټپي شوی او تر درملنې لاندې دی. په سیمه کې سمدلاسه د ژغورنې او اور وژنې عملیات پیل شوي او د ژغورنې ټیمونه وضعیت ارزوي.

د غورځېدو دقیق لامل لا تر اوسه نامعلوم دی او د هند هوايي ځواک سمدلاسه د تحقیقاتو محکمې د جوړولو اعلان کړی ترڅو د پېښې تر شا تخنیکي، انساني یا د هوا عوامل وڅېړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه