د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار د سویس بهرنیو چارو له وزیر «ایګناسیو کاسیس» سره د سیمې پر روان وضعیت ټلېفوني خبرې کړې دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې ټلېفوني اړیکه کې دواړو لوریو د سیمې او نړۍ پر روان وضعیت او همداراز د ایران او امریکا د ترینګلتیاوو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د مکالمې پرمهال د سویس بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو لپاره د پاکستان منځګړیتوب ستایلی او په دې برخه کې یې د نورو ډيپلوماتیکو هڅو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
سرچینې لیکلي چې بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار هم ویلي چې اسلاماباد به د ایران – امریکا د سولې لپاره خپلو ډیپلوماټیکو هڅو ته ادامه ورکوي.
د یادولو ده چې ایران او امریکا یو وار بیا د هوکړې لاسلیک ته نږدې شوي او تازه د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي ویلي چې ښايي تر راتلونکو دوو ورځو پورې واشنګټن – تهران یوې هوکړې ته ورسېږي.
تر هغې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د ایران پر وړاندې پوځي اقدامات پایته رسول شوي او دواړه هېوادونه به ژر یوې هوکړې ته ورسېږي.


