خانهافغانستاند وسپنې پټلۍ له لارې انتقالات د پروسږ په پرتله سږ کال...

د وسپنې پټلۍ له لارې انتقالات د پروسږ په پرتله سږ کال درې برابره زیات شوي

ټولګټو وزارت وایي چې د روان کال په ثور میاشت کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۱٬۰۰۳٬۸۲۱ مټریک ټن نفتي، غیرنفتي او نور توکي وارد او صادر شوي دي.     

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې ۶۸۸ زره ۴۷۴ ټن، د آقینې بندر له لارې ۹۵ زره ۱۲۱ ټن، د تورغونډۍ بندر له لارې ۹۷ زره ۳۶۹ ټن او د خواف – هرات له لارې ۱۲۲ زره ۸۵۷ ټن انتقالات شوي دي.

حق‌شناس لیکلي، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي چې په ثور مياشت کې ۴ زره ۲۴۶ ټن صادرات شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې پروسږ ۱۴۰۴ کال کې ټولټال ۳۳۲٬۸۳۷ مټریک ټنه انتقالات شوي وو، خو سږ ۱۴۰۵ کال د انتقالاتو کچه ۱٬۰۰۳٬۸۲۱ مټریک ټنو ته رسېدلې ده، چې د تېر کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.

د ټولګټو وزارت ویاند همداراز ویلي، هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د سرچینې په وینا چې د اسلامي امارت ټولګټو وزارت د لا زیاتو انتقالاتو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو او سوداگرو ته لا زياتې اسانتيا رامنځته‌کولو هڅې کوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه